په افغانستان کې د ګډوډۍ له امله د “کاسا ۱۰۰۰” برېښنا لېږد پروژې کار ودرول شو
په افغانستان کې د ګډوډۍ له امله د “کاسا ۱۰۰۰” برېښنا لېږد پروژې کار ودرول شو
د ۱،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت دغه پروژه د لویدیځو هېوادونو له خوا ملاتړ شوې، خو اوس یې د دوام په اړه اندېښنې څرګندې شوې دي. په پام کې وه چې د کاسا پروژې له لارې افغانستان ته ۳۰۰ میګاواټه او پاکستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا انتقال شي.
(2022 / 8 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د تاجکستان یو چارواکی وايي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار په افغانستان کې د کړکېچن وضعیت له امله درول شوی دی.
د تاجکستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق د څانګې مشر فیض علي سمیعوف د جمعې په ورځ (د اسد ۲۸مه) رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په پام کې ده چې د دې پروژې کار په افغانستان کې نه بلکې په درېیو هېوادونو کې بشپړ شي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې له تاجکستان او قرغزستان څخه پاکستان ته برېښنا لېږدول کېږي.
اړوند موضوعات:
ا.ا وايي، چې د روان کال په لړ کې به په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو کارونه پیل شي