ا.ا وايي، چې د روان کال په لړ کې به په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو کارونه پیل شي
ا.ا وايي، چې د روان کال په لړ کې به په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو کارونه پیل شي
دی زیاتوي چې په دې سربېره به د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو تر منځ هغو لویو اقتصادي پروژو کارونه هم پيل شي چې تر اوسه یې کارونه په ټپه ولاړ وو. نوموړی زیاتوي چې اوس په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو لپاره تر بل هر وخته ښه زمینه برابره شوې ده.
(2022 / 4 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خصوصي سکټور غړي وايي، چې د لویو اقتصادي پروژو د کارونو پيل به د فقر او بې کارۍ کچه راټیټه کړي. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، چې د روان ۱۴۰۱ کال په لړ کې به په ملي کچه د کانونو په برخو کې د ځینو تړونونو او د اوبو د مدیریت پروژو تر څنګ د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د جذب بهیر هم پیل شي.
دی زیاتوي چې په دې سربېره به د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو تر منځ هغو لویو اقتصادي پروژو کارونه هم پيل شي چې تر اوسه یې کارونه په ټپه ولاړ وو. نوموړی زیاتوي چې اوس په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو لپاره تر بل هر وخته ښه زمینه برابره شوې ده.
ورته مهال د خصوصي سکټور غړي وايي چې د ټاپي، کاسا زر او په هېواد کې د ریل پټلۍ د پراختیا پروژې کولی شي، چې د سیمې د هېوادونو تر منځ د اقتصادي پراختیا لامل شي.