ا.ا یو امریکايي تبعه او ورور یې لۀ بنده خوشې کړي
طالبانو امریکایي تبع صفي الله رووف او ورور یې انیس خلیل چې دامریکا د ګرین کارت تر څنګ د بریتانیې تابعیت هم لري په داسې حال کې په افغانستان کې ونیول چې د اړمنو کورنیو سره یې بشري مرستې کولې او شاوخوا ۱۰۵ ورځې یې بندیان کړي و.
(2022 / 4 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشيړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طا لبانو یو امریکایي تبع او د هغه ورور چې په امریکا کې د دایمې اوسیدنې سند یې درلود د بند څخه خوشې کړي دي.
طالبانو دا دوه وروڼه د تېر کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۸ مې نیټې نیولي او بندیان کړي و او پرون یې خوشې کړل.
طالبانو امریکایي تبع صفي الله رووف او ورور یې انیس خلیل چې دامریکا د ګرین کارت تر څنګ د بریتانیې تابعیت هم لري په داسې حال کې په افغانستان کې ونیول چې د اړمنو کورنیو سره یې بشري مرستې کولې او شاوخوا ۱۰۵ ورځې یې بندیان کړي و.
ا.ا تر اوسه دا نه دي ویلي چې دا کسان یې په کوم دلیل نیولي و او نه یې هم د هغوی د خوشې کېدو په اړه څه ویلي.










Leave a Reply