افغانستان وس په رښتینې توګه خپلواک دې: د افغانستان دفاع وزیر

0
55

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد وايي، هېواد یې د چا پر پوځ او اقتصاد تکیه نه کوي.

د افغانستان د دفاع وزیر د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې نړیوالو ځواکونو ته پیغام ورکړې دې.
ملا یعقوب وویل، افغانستان د هیچا په اقتصاد، پوځ او سیاست پورې تړلی نه دی، ځینې هېوادونه غواړي چې خپلې غوښتنې په بېلابېلو دلایلو ومنل شي، خو موږ غواړو ووایو چې د هېواد د ګټو او دین خلاف هر ډول غوښتنې د منلو وړ نه دي.

د افغانستان د دفاع وزیر وویل، چې مونږ به د خپل هېواد د چارو پر وړاندې د هیچا هیلې ونه منو، اوس افغانستان په رښتینې توګه خپلواک دی.
په دې موقع د افغانستان د كډوالو چارو وزير خليل الرحمن حقاني وويل په افغانستان كې د اسلام د هر ډول لاسوهنې مخنيوى كوو.
هغوی اوویل مونږ زمكه، كورنۍ چارې، خپل دود دستور او كلتور لرو، هغه زیاته کړه چې چې مونږ په تاريخ کښې هم کله په دې څیزونو جوړجاړى نه دى كړى.

خبرونه

په ملک کښې موجوده سیاسي کړکیچ او صورت حال ، اتحادي ګونده ګډه غونډه راغوښتې ده

 وزارت مالیه تعرفه گمرکی بالای “شوکانی” ۲۵ برابر افزایش یافته است 

Leave a reply