په شهباز ګل باندې د ځناور څخه هم ډیر زیات تشدد شوې دې، د پنجاب وزیراعلی

0
86

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د کورنیو چارو وزیر هاشم ډوګر وايي، پر شهباز ګل له څاروي څخه هم ډیر زیات تشدد شوې دې، هغه ویلی چې شهباز ګل دا مهال په ډېر فشار کې دی.

د پنجاب اسمبلۍ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې هاشم ډوګر اوويل چې د اسلام آباد پوليس يو څه ناخوښه کول غوښتل، د شهباز ګل اي سي جي نارمل نه دې راغلې، د شهباز ګل شاوخوا لس ټېسټونه شوي دي۔
هاشم ډوګر زياته کړه چې په شهباز ګل باندې د اسلام اباد پولیسو سره د ريمانډ پر مهال تشدد شوې دې.
هغه اوویل چې شهباز ګل باندې په جيل کې تشدد نه دی شوی، هغه په چکي (وړه کوټه) کې ساتل شوی، ناروغ دی، علاج يې په پمز کې روان دی، وفاقي حکومت دې په دې اړه پلټنې وکړي.
د صوبايي داخله وزير وويل که د پي ټي آئي يو وړوکي کارکونکي سره هم بد سلوک وشي نو عمران خان به انديښمن شي.

ده ووئيل د مې د 25مې نېټې پېښې په اړه د 30 پوليس افسرانو په ضد انکوائري روانه ده، د پنجاب اسمبلۍ كښې د اوسني وزيراعلي سره بد چلند وكړې شو، د پنجاب وزيراعلي دا خبره په ډېر شرافت سره ختمه كړه. هغه اوویل چې چور کړه او پټ ی کړه، زمونږ د مسلم لیګ په څیر کلتور نه دې چې داسې وکړو.
نور خبرونه

اسلام آباد هایی کورټ د پی ټي آیی فارن فنډنګ فيصلې خلاف درخواست باندې اليکشن کميشن ته نوټس ورکړې دې

Leave a reply