اسلام آباد هایی کورټ د پی ټي آیی فارن فنډنګ فيصلې خلاف درخواست باندې اليکشن کميشن ته نوټس ورکړې دې
باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ د پی ټي آیی منع شوي فنډز په اړه د فيصلې په ضد د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) درخواست داخلولو په اړه اليکشن کميشن ته نوټس جاري کړے دے۔
اسلام آباد هائي کورټ اول د اليکشن کميشن د اوريدنې فيصله کړي ده د کومي نه پس به فيصله کيږي چي ايا د ممنوعه فنډنګ فيصلې په ضد د پي ټي آئي درخواست مني او که نه۔ نور دلیلونه به هغه وخت ورکړل شي کله چې درخواست د اګست په 24 د اوریدنې لپاره راشي.
جسټس عامر فاروق وويل که چرې د سکروټني کميټۍ رپورټ کالعدم هم اعلان شي نو حقايق نۀ شي پټولاى، ايف آئي اے ددغه رپورټ پرته هم دقانون مطابق کار کولى شي، دتحقيقاتو دا مطلب نۀ دى چې سزا ورکول کيږي.
له دې وړاندې سپريم کورټ د اليکشن کميشن د فيصلې په ضد د پي ټي آئي درخواست داخلولو په اړه خپله فيصله محفوظ کړې وه۔
ياده دي وي چي د اګست په دوه ويشتمه نيټه اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف د منع شوي بهرملکي فنډنګ کيس فيصله اوکړه او وئيلي ئي وو چي پي ټي آئي منع شوي فنډنګ ترلاسه کړي دي او د کميشن دفتر دي د قانون سره سم نوري کاروائي هم شروع کړي.
نور خبرونه
سبا کراچۍ کښې د پاکستان تحریک انصاف عوامي غونډه ځنډول شوې دې ده