سبا کراچۍ کښې د پاکستان تحریک انصاف عوامي غونډه ځنډول شوې دې ده

باغی ټي وي رپورټ
په کراچۍ کې سبا د اګست په ۱۹ مه نیټه د پاکستان تحریک انصاف غونډه ځنډول شوې ده.
د پي ټي آئي وياند وئيلي دي چي د عمران خان دوره کراچۍ ته د باران له وجې ځنډولې شوې ده۔د پي ټي آئي وياند له مخې د باران له وجې د غونډې په تنظيم كښې ستونزې رامخې ته شوې۔
ياده دي وي چي پي ټي آئي کراچي کښي د اګست په 19مه نيټه شاهراه قائدين کښي د جلسي اعلان کړي وو چي پکښي د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان وينا هم کړي وه۔
د کراچۍ جلسې په اړه د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وويل عمران خان سبا کراچۍ ته رسيږي، طوفان وي يا باران، تاسو خلکو ته رسيدلي دي، عمران خان به تاريخي وینا کوي.
هغه ویلي وو چې زمونږ کومه مبارزه چې پيل شوې ده، دابه دوام ولري او د ټاکنو په پای به سر ته ورسیږی.
نور خبرونه
د خیبر پښتونخوا پخوانۍ ګورنر شاه فرمان د پي ټي آیی په فارن فنډنګ کیس کښې ایف ایی اې ته وړاندې شوې دې






