پاکستان کښې د یو تولې سرو زرو بیعه راټیټه شوې ده

0
50

باغی ټي وي رپورټ

په هېواد کې نن د يو تول سرو زرو بيعه ٢٨٠٠ پاکستان کلدارۍ راټيټه شوې ده.

د سندهه صرافه جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه د یو توله سره د سرو زرو بیعه د یو لک 42 زره 600 روپو نه 2800 روپې ته راټیټه شوې ده.

د دې تر څنګ د ۱۰ ګرام سره زر د ٢٣٩٧ کلدارو په ټيټوالي سره يو لک ٢٢ زره ٢٥٦ کلدارو ته او په نړيوالو بازارونو کې د يو انس سره زر د ٢ ډالرو په زياتوالي سره ١٧٧١ ډالرو ته رسيدلې ده.
دا خبره د یادونې ده چې نن په هېواد کې د ډالر ارزښت یو څه لوړ شوی دی.

په انټربینک ایکسچینج مارکیټ کې د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې امریکايي ډالر د ۷ پیسو په زیاتوالۍ سره په ۲۱۴.۹۵ روپۍ بند شو.

نور خبرونه

په شهباز ګل باندې د ځناور څخه هم ډیر زیات تشدد شوې دې، د پنجاب وزیراعلی

Leave a reply