د روغتیا نړیوال سازمان رئيس د یوۀ سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی

0
229

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس د یوۀ سفر په ترڅ کې کابل ته راغی

نن سهار د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس کابل هوايي ډګر ته راورسېدۀ، او هلته د ا.ا.ا د روغتیا مسؤلینو ورته ښه راغلاست ووایۀ.

 

(2021 / 9 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

نن سهار د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس کابل هوايي ډګر ته راورسېدۀ، او هلته د ا.ا.ا د روغتیا مسؤلینو ورته ښه راغلاست ووایۀ.

نوموړی وروسته تر هغه کابل ته سفر کوي چې کابو یوه میاشت تېره شوه چې ټول افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی، په افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته نړیوال بانک په افغانستان خپلې مرستې ودرولې چې له دې سره افغانستان کې په روغتیايي خدماتو کې خنډ رامنځته شو.

تر دې وړاندې ړ روغتیايي خدمتونو ډیره برخه مالي امکانان نړیوال بانک ورکول.

تر اوسه معلومه نده چې د روغتیا نړیوال سازمان رئیس کابل ته د څه لپاره راغلی؛ خو تر دې وړاندې د صلیب سرخ د نړیوالې کمیټې رئیس هم کابل ته راغلی ؤ چې وروسته یې وویل چې سفر یې له لاسته راوړنو ډک ؤ او راتلونکې کې به افغانستان کېذخپل فعالیتونه لا ډېر کړي.

Leave a reply