د اروپايي پارلمان پخوانی غړی وايي چې په ایران کې به تر افغانستان هم ستر ناورین رامنځ ته شي

د اروپايي پارلمان پخوانی غړی وايي چې په ایران کې به تر افغانستان هم ستر ناورین رامنځ ته شي
د اروپايي ټولنې د پارلمان یوه پخواني غړي باس بلډر په تازه څرګندونو کې ویلي چې له ایران سره د اټومي مذاکراتو اوسنی مبهم حالت د یوه ستر خطر زنګ دی.
(2021 / 9 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
د اروپايي ټولنې د پارلمان یوه پخواني غړي باس بلډر په تازه څرګندونو کې ویلي چې له ایران سره د اټومي مذاکراتو اوسنی مبهم حالت د یوه ستر خطر زنګ دی.
دده په خبره ایران فکر کوي چې د غرب ارامتیا د دوی د قوت په مانا ده خو دا هر څه برعکس پایلې لرلی شي.
هغه ویلي په ایران کې به تر افغانستان هم ستر ناورین رامنځ ته شي خو په دې اړه یې لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.
اروپايي هېوادونه داسې مهال د ایران په اړه دغه دول څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د ایران اټومي مسئله د نړیوالو ترمنځ د ناندریو په وسیله بدله شوې ده.
امریکا ټینګار کوي چې له ایران سره مذاکرات کوي، خو ایران بیا وايي چې دوی پر خپلو خبرو ولاړ دي او اټومي فعالیتونه یې قانوني حق دی.






