ننګرهار ولایت کې طالبانو یو لیکوال او استاد له سټېج څخه ښکته کړی

0
174

ننګرهار ولایت کې طالبانو یو لیکوال له سټېج څخه ښکته کړی

تکړه لیکوال او استاد محمد اصف صمیم د کورنۍ غړی او د کابل پوهنتون استاد عبدالله کامه وال وایی چې طالبانو د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د یوې غونډې پر مهال استاد صمیم له دریځه ښکته کړی او استخباراتو له ځانه سره وړی و چې ترڅو ساعتونو وروسته یې خوشې کړی دی.

 

(2021 / 9 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)

د هیواد د وتلي لیکوال او عالم استاد محمد اصف صمیم د کورنۍ غړی او د کابل پوهنتون استاد عبدالله کامه وال وایی چې طالبانو د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د یوې غونډې پر مهال استاد صمیم له دریځه ښکته کړی او استخباراتو له ځانه سره وړی و چې ترڅو ساعتونو وروسته یې خوشې کړی دی.
بلخوا د ننګرهار ولایت مسوولینو ویلي چې دا کار د ټیټې کچې طالبانو کړی اود والي په لارښوونه استاد خوشې شوی.
د استاد صمیم نیول کیدل د خلکو کلک غبرګونونه راپارولي دي.
دیني عالم او لیکوال محمد حسن حقیار وایي:
د استاد اصف صمیم نیول اوګواښل بیخي دنه منلو اونه زغملوخبره ده دا بې تفاوتي,داستاد نه پېژندل او دولس او دولت ترمنځ دواټن هڅه ده . هغه دهیواد او لروبرپه کچه پېژندل شوې علمي او مجاهده څهره ده زه یې له اته دېرشو کالو راهیسې پېژنم ، هغه دحمیدالله په څېر زړور قوماندان ورور شهید ورکړی،، هغه پنځه دېرش کاله پخواامریکا ته تللی او ترې غوښتل شوي چې هلته پاتې شي خو دی ترې راغلی دی هغه پنځه دېرش کاله پخوا په پېښور کې دکمونستي رژیم دکونسلګرۍ دسوځولو او تړلو په تور له ګڼو ستونزو سره مخ شو
دمتقي صاحب ،مولوي عبدالکبیر صاحب او نورو مشرانو پر وړاندې یې مخکې هم توندې اصلاحي نیوکې کړې او ټولو په ورین تندي منلې دي اوس چې نیول شوی که څه هم دلږ وخت لپاره وي ؛ نو طالب مشران بایدترې هرو مرو بخښنه وغواړي .

Leave a reply