داعش ډلې د وړمې ورځې ننګرهار برید مسؤلیت ومانه

0
115

داعش ډلې د وړمې ورځې ننګرهار برید مسؤلیت ومانه

داعش ډلې ته منسوبې ویبپاڼې په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ننګرهار برید مسؤلیت منلی او دعوه یې کړې چې په هغه برید کې یې ۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

(2021 / 9 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

داعش ډلې ته منسوبې ویبپاڼې په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ننګرهار برید مسؤلیت منلی او دعوه یې کړې چې په هغه برید کې یې ۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د اعماق په نوم داعش ډلې ویلي چې ننګرهار ولایت کې په طالبانو برید دوی کړی او ډیرو طالبانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی ویلي چې تر دې وروسته به د طالبانو په ضد حملې زیاتې کړي او تر هغو چې یې افغانستان تر خپلې ولکې لاندې نه وي راوستلی کرار به کېښنني.

تر دې وړاندې هغه مهال چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتل داعش ډلې وویل چې د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به افغانستان خپل فعالیت پیاوړی کړي.

Leave a reply