د سعودی عربستان درې ملیارده ډالرو مرستې موده به تر کال ۲۰۲۳ پورې وغځول شي

0
75

باغی ټي وي رپورټ
د سعودي عربستان لخوا د 3 ملیارد ډالرو خوندي زیرمو موده به د 2023 دسمبر پورې وغځول شي.

د مالیې وزارت د سرچینو په وینا، د 3 ملیارد ډالرو په خوندي زیرمو باندې به 3 فیصده سود اخیستل کیږي او که چیرې پاکستان د ډیفالټ خطر سره مخ شي نو پیسې به په سمدستي توګه سعودي عربستان ته وسپارل شي.
سرچینه وايي، د خوندي زیرمو په توګه راټولې شوې پیسې په هیڅ هدف نه شي لګول کیدی.

له بلې خوا د پاکستان د مالیې وزیره عایشه غوث پاشا وايي چې له سعودي عربستان څخه به په لسو میاشتو کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت تیل ترلاسه شي.

دا خبره د یادونې ده چې په رسنیو کښې د خپور شوي یو راپور مطابق يوې بهرنۍ خبري ادارې دعوه کړې ده چې سعودي عرب پاکستان ته د درې اربه ډالرو مرستې ورکولو پلان لري.

بلومبرګ خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي چې د سعودي د مالیې وزارت ښايي روانه اونۍ د پاکستان له دولتي بانک سره د درې میلیارده ډالرو د جمع کولو تړون تمدید کړي.
دغه خبری اژانس دا هم وایی چې سعودی عربستان کولای شی چې د لسو میاشتو لپاره هره میاشت د سل میلیونو ډالرو په ارزښت د نفتی توکو اضافي مرسته وکړی.

نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف اړوند چارواکو ته لارښوونه کړې چې د بهر هیوادونو پانګه اچوونکو په مخ دې ټول خنډونه لري شې

Leave a reply