وزیراعظم شهباز شریف اړوند چارواکو ته لارښوونه کړې چې د بهر هیوادونو پانګه اچوونکو په مخ دې ټول خنډونه لري شې

0
137

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په ملک کښې د بهرنۍ سرمايه کارۍ په لاره کښې د ټولو خنډونو د لرې کولو هدايت کړے دے۔

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو مفتاح اسماعيل، چوهدري سالك حسېن، احسن اقبال او طارق فاطمي هم ګډون وكړو۔
ملاقات كښې وزيراعظم ته د انرجۍ، انفراسټركچر، رېلوے او بندر انفراسټركچر پروژو په اړه بريفنګ وركړې شو۔
وزيراعظم ته اوویل شول چې په لمړي پړاؤ کې د 1 څخه تر 2 اربه ډالرو پورې سرمايه کارۍ امکان دى، دغه منصوبې به د 45 زرو نه زياتو د روزګار موقعې پيدا کوي چې ورسره به د پاکستان د کاروبار او سوداګرې وضع ښه شي.
غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل په ملک کې د بهرنۍ سرمايه کارۍ په لاره کې ټول خنډونه دې په فوري توګه لرې کړل شي، په ځانګړې توګه د چين سرمايه کارانو ته دې په ترجيحي بنيادونو اسانتياوې برابرې کړل شي، چينايي کاریګرانو ته دې ويزې ورکړل شي، د سي پېک او د کارگرانو ترمينځ تبعيض دې ختم کړل شي. نور شرکتونه باید ختم شي.

په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د بهرنۍ سرمايه كارۍ كمپنو ستونزو هوارولو لپاره د كمېټۍ جوړولو اعلان هم وكړو كومه به چې ګوادر فري زون كښې سرمايه كارۍ كوونكو كمپنيو ستونزې هم ګوري او په لس ورځو كښې به تفصيلي رپورټ او سفارشات تياروي او وزیر اعظم ته به یې استوي.
نور خبرونه

د پاکستان دفاع قوي ده، هیڅوک ورته په بد نظر نه شي کتلې: د پنجاب وزیراعلی

هغه ګوند چې د آزادۍ نعرې ی وهلې،۴۸ ملیارده خساره دې حکومت ته پریښودې ده: مفتاح اسماعیل

Leave a reply