سندهه کښې روانو بارانونو او سیلابونو ډیر زیات زیان اړولې دې

0
84

باغی ټي وي رپورټ
په سندهـ کې د وروستيو بارانونو لړۍ روانه ده چې له مخې يې د صوبې د ۹ ضلعو ۷۲۳ کلي د آفت ځپلي اعلان شوي دي.

د سندهـ د ريونيو او ريليف کمشنر بورډ د سينئر غړي لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن له مخې د تخته، جامشورو، بدين، خيرپور، نوشهرو فيروز، سانګر، دادو، مٽياري، قمبر شهزاد کوټ 723 کلي د آفت ځپلو اعلان شوي دي.
د سندهـ ايالت د رېليف کمېشنر په وينا، د وروستيو سختو بارانونو له امله په ځپل شويو سيمو کې ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د دې نه علاوه نوټيفيکيشن د متاثرينو د بحالۍ لپاره د بيړني ګامونو پورته کولو سپارښتنه کوي۔

ياده دې وي چې امريکا په سندهه کښې د سيلاب ځپلو سره او د سیلابونو سره د مقابلې لپاره د يو ميليون ډالرو مرستې اعلان هم کړی دی، د سندهه صوبایی حکومت او وزیراعلی سندهه د امریکا دې مرستې ډیره ستاینه کړې ده.

نور خبرونه

امریکا د سندهه سیلاب ځپلو لپاره او د سیلابونو د زیان لپاره د یو ملیون ډالرو مرستې اعلان کړې دې

Leave a reply