امریکا د سندهه سیلاب ځپلو لپاره او د سیلابونو د زیان لپاره د یو ملیون ډالرو مرستې اعلان کړې دې

0
82

باغی ټي وي رپورټ
امريکا په سندهه صوبه کښې د سيلاب ځپلو سره د مالي مرستیو لپاره د يو ميليون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

په دې لړ کې په کراچۍ کې دامريکا سفير ډونلډ بلوم د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه سره ليدلي اؤ وئيلي يې دي چې امريکائي ولس په دغه سخت وخت کې دپاکستاني اولس سره ولاړ دى، وزيراعلي مراد علي شاه دامريکا لخوا په ځانگړې مرستې مننه وکړه.
ډونلډ بلوم مراد علي شاه ته وويل چې مالي مرسته د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکړل شوې ده چې د سندهـ سېلاب ځپلو خلکو ژر تر ژره رغېدو کې مرسته کوي.

ده ووئيل د امريكې اولس په دې سخت وخت كښې د پاكستان اولس سره ولاړ دي۔

د سندهخ وزيراعلي د امريکا سفير ته د وروستيو بارانونو او سيلابي حالاتو له امله د ځاني زيان په اړه معلومات ورکړل او د امريکا د مرستو مننه يې وکړه.
په ملاقات كښې د سندھ د بنيادي تعليم په پروګرام كښې د 155 مليونو ډالرو په مرستې هم خبرې وشوې۔

مراد علي شاه وويل، امريکا او پاکستان د انرژۍ، اقتصاد، تعليم او روغتيا په شمول په مهمو مسايلو له ٧٥ کلونو راهيسې په ګډه کار کړى او په راتلونکي وخت کښې به هم خپلمنځي همکاري دوام ولري.
نور خبرونه

شهباز ګل په وطن مین سړې دې، په هغه باندې زندان کښې تشدد شوې دې: اسد عمر

د وزیراعظم شهباز شریف د معاون خصوصي عطا تارړ د نیولو لپاره د هغه په کور پولیسو چاپه وهلې ده

Leave a reply