شهباز ګل په وطن مین سړې دې، په هغه باندې زندان کښې تشدد شوې دې: اسد عمر

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مرکزي مشر اسد عمر وئيلي دي چې مونږ ته په ميز کښېنستلو هيڅ اعتراض نلرو، د دې بحران نه د وتلو هيڅ حل د نوو انتخاباتو نه علاوه نشته.
د لاهور په نېشنل هاکي سټېډيم کې ميډيا سره خبرو کې اسد عمر وويل صدر ښه تجويز ورکړی دی، په مېز کېناستل او خبرې کول يو مقصد دی، که شهباز شريف د انتخاباتو اعلان وکړو نو د انتخاباتو په شمول په نورو مسايلو به خبرې وکړو.
اسد عمر وويل شهباز ګل محب وطن دى، هغه په عدالت کې وښودله چې په ده تشدد شوى دى.
د پي ټي آیی مشر اوویل چې مونږ د نواز شريف، مريم نواز، اصف زرداري او اوسني دفاع وزير ويناوې هم اوريدلي دي نو که تاسو د قانوني کارویی لپاره پرچې جمع کوې نو دا کار مونږ هم کولې شو.
نور خبرونه
د وزیراعظم شهباز شریف د معاون خصوصي عطا تارړ د نیولو لپاره د هغه په کور پولیسو چاپه وهلې ده






