پنجشیر کې یو کس خپل د کورنۍ شپږ غړي وژلي دي 

0
100

پنجشیر کې یو کس خپل د کورنۍ شپږ غړي وژلي دي 

دا هم ویل شوي چې د دغه ناروغ ګاونډي عبدالله هغه مهال په ډزو ووژل شو چې غوښتل یې د خپلې کورنۍ د غړو د وژلو مخه ونیسي. په دې وروستیو کې د کورنیو تاوتریخوالو، قبیلوي شخړو او د ټولنې د تاو تریخوالي راپورونه زیات شوي دي.

(2022 / 8 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پنجشیر ولایت سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي او یو ګاونډی وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د اسد په ٢٠مه په “پوجاوه” سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځینو کورنیو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د همایون په نوم دغه کس په رواني ناروغۍ اخته و.

Leave a reply