مکنزي: د افغانستان د سقوط بنسټ د دوحې هوکړه وه

0
200

مکنزي: د افغانستان د سقوط بنسټ د دوحې هوکړه وه

د امريکا لوى درستيز، چې درې مياشتې وړاندې يې په منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو قومانده پر غاړه درلوده، د سقوط او لاملونو په اړه يې ويلي، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو بشپړ وتل يوه تېروتنه وه.

 

(2022 / 8 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د سقوط د لومړې کالیزې په مناسبت په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان جنرال فرانک مکینزي په هغو شیانو اعتراف وکړ چې مخکې یې یادونه نه وه شوې.

د هغه په ​​وينا، ط البانو د دوحې په خبرو اترو کې ښه نيت نه درلود او د افغانستان د سقوط بنسټ د دوحې هوکړه ده.

د امريکا لوى درستيز، چې درې مياشتې وړاندې يې په منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو قومانده پر غاړه درلوده، د سقوط او لاملونو په اړه يې ويلي، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو بشپړ وتل يوه تېروتنه وه.

نوموړي د تېر کال پېښې په اړه وویل چې ملا عبدالغني برادر له امریکا غوښتي ؤ چې د کابل ښار امنیت ټینګ کړي.

د جنرال مک کینزي په اقرار کې راغلي چې هغه په ​​افغانستان کې د ۲۵۰۰ امریکايي سرتېرو د ساتلو غوښتونکی و، خو سپینې ماڼۍ دې وړاندیز ته غوږ ونه نیوه.

نوموړي په پاکستان کې د ط البانو د پناهځایونو په اړه وویل چې امریکا دا ستونزه هغسې نه ده هواره کړې چې باید هواره شي.

په کابل کې د الظواهري له وژل کېدو وروسته امریکا وویل چې دوی اوس کولای شي په میدان کې له شتون پرته له ترهګرو سره معامله وکړي، خو ښاغلي مکینزي اعتراف وکړ چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د دوی لاس رسی ۱-۳ سلنه دی.

د ایمن الظواهري وژل کېدو دا شک لا زیات کړی چې ط البانو تر اوسه له القاعدې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي، خو په منځني ختیځ کې د وسله والو ځواکونو پخوانی قومندان اوس د ط البانو د واکمنۍ د یو کال په تېرېدو سره له دې هېواده وتلی دی.

اړوند موضوعات:

امریکا وایي له افغانستان تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد کې کوم هوایي برید نه دی ترسره کړی

هغه وویل موږ پوهیږو چې ط البان به له القاعدې سره اړیکې پرې نه کړي او ټینګار یې وکړ چې د دوحې په خبرو کې ط البانو ښه نیت نه درلود.

Leave a reply