امریکا وایي له افغانستان تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد کې کوم هوایي برید نه دی ترسره کړی

0
71

امریکا وایي له افغانستان تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد کې کوم هوایي برید نه دی ترسره کړی

سرچینه کاږي چې د افغانستان نوی حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو تر دې دمه د دوحې هوکړې ته ژمن دی او د ترهګرو ډلو فعالیتونه یې محدود کړي دي، خو دا وېره لري چې ګواکي راتلونکو میاشتو کې دا جدیت راکم شي.

 

(2022 / 5 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي له افغانستان تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد کې کوم هوایي برید نه دی ترسره کړی.

د امریکا ددفاع وزارت ددغه هېواد کانګریس ته په یوه تازه لیږلي راپور کې د افغانستان په اړه ځینې معلومات خپاره کړي دي او وایي چې دغه هېواد څاري خو تر وتلو وروسته یې دلته کوم هوایي برید نه دی ترسره کړی.

په راپور کې راځي چې افغانستان د پنټاګون تر څار لاندې دی خو زیاتوي چې دلته د کوم هوایي برید پلان نه لري او نه یې هم تر اوسه په داسې کوم اقدام لاس پورې کړی دی.

سرچینه کاږي چې د افغانستان نوی حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو تر دې دمه د دوحې هوکړې ته ژمن دی او د ترهګرو ډلو فعالیتونه یې محدود کړي دي، خو دا وېره لري چې ګواکي راتلونکو میاشتو کې دا جدیت راکم شي.

بلخوا د پنټاګون راپور په افغانستان کې د داعش او القاعده شبکو د فعالیت په اړه هم څرګندونې لرلې دي، خو افغان حکومت وار له مخ دا ډول راپورونه رد کړي او په خبره یې دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې جدي دي.

Leave a reply