ایران او تاجکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

ایران او تاجکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
راپورونه وایي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د وضعیت په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات په راوستو کې همکاري کوي.
(2022 / 5 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران او تاجکستان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ایراني پوځ لوی درستیز محمد باقري په تاجکستان کې ددغه هېواد له ولسمشر سره لیدلي دي او د افغانستان په اړه یې خبرې کړې دي.
راپورونه وایي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د وضعیت په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات په راوستو کې همکاري کوي.
ایراني او تاجکستاني لوري د احتمالي ګواښونو پر وړاندې په خپلو کې د همکارۍ ژمنه هم کړې ده او ټینګار کوي چې د یو بل تر څنګ به ولاړ وي او په سیمه کې به د سولې او ثبات لپاره هڅه کوي.






