طالبان: کندز کې مو دولتي کار کوونکو ته معاشونه ورکړل

0
43

طالبان: کندز ولایت کې مو دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکړل

طالبانو ویلي چې کندز ولایت کې مو ځینو دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکړل، دوی وايي چې د ولایت مقام، امنیه قومندان کارکوونکو، ټرافیکو او د اطفایې ریاست کارکوونکو ته معاشونه ورکړل.

 

(2021 / 9 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)

طالبانو ویلي چې کندز ولایت کې مو ځینو دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکړل، دوی وايي چې د ولایت مقام، امنیه قومندان کارکوونکو، ټرافیکو او د ادپایې ریاست کارکوونکو ته معاشونه ورکړل.

طالبان زیاتوي چې له یادو کارکوونکو وغوښتل شول چې خپلې دندې پر وخت حاضر او په صداقت او ایماندارۍ خپلې دندې مخته یوس‍ي.

له یادو کارکوونکو یوتن وویل چې خوښ دی چې معاش یې ورته ورسېدۀ، د نوموړي په وینا معاش ته یې اړتیا لرله او کور کې یې خوراکي موادو ته اړیتا وه چې د پیسو نشتون له امله یې نشوی اخستلی، دی وايي اوس به یې یاده ستونزه هواره شي او د اولادونه لپاره به د خوراک یو څه واخستلی شي.

بلخوا دهېواد یو زیات شمېر دولتي کارکوونکي وايي چې د معاشونو د نه ورکړې له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او که په وخت یې معاشونه ورنکړل شي ؛ په اعتصاب به لاس پورې کړي.

 

 

Leave a reply