پاک افغان پوله دې عام تګ راتګ لپاره پرانستل شي: غوښتنه

0
92

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې د ځای مشرانو او ځوانانو له طرف نه د پاک افغان پوله د عام تګ راتګ لپاره د پرانستلو په اړه یو لویه غونډه وشوه.

ددې غونډې تابیا تنظیم نوجوانان قبایل صدر اسرار شینواري او نور ملګرو کړې وه. غونډې ته معراج الدین شینواری ، مفتی اعجاز شینواری ، نوجوان قبائل صدر اسرار شینواری او د طورخم مزدور یونین صدر فرمان شینواری ، افتاب شینواری وینا وکړه.
مشرانو او ځوانانو غوښتنه وکړه چې تورخم پوله دې پرانستې شي ځکه دلته د خلقو د آمدن هم دا یو تورخم پوله ده.
دوی اوویل چې د تورخم پولې بندیدو له وجهې دلته غریب خلق د سختو مالي ستونزو سره مخ دي، دوی ته هیڅ بل کوم د روزګار موقع نشته.
اسرار شینواری اوویل چې په تورخم پوله په انسانی سمګلنګ هیڅ بندیز نشته خو د غریبانو لپاره دا پوله تړلې ده.
دوی غوښته وکړه چې پوله دې خلاصه کړې شي.

Leave a reply