رایس ویلسن: ا.ا ولسي ملاتړ لۀ ځان سره نلري

رایس ویلسن: ا.ا ولسي ملاتړ لۀ ځان سره نلري
د یادونې ده چې یوازې کابل پوهنتون په بېلابېلو څانګو ۲۰۰ استادان لۀ هېواد څخه وتلي دي. نجونې له یوه کال راهیسې له زده کړو بې برخې دي او ط البان لا هم په دې برخه کې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
(2022 / 8 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخوانی شارژدافیر راس ویلسن وايي، د ط البانو واک ته رسیدل په دې معنا نه دي چې خلک د دوی ملاتړ کوي، بلکې دوی د یوې اوږدې جګړې له لارې واک ته ورسېدل.
ښاغلي ولسن سکای نیوز ته وویل چې د ط البانو واک ته رسیدل د دوی د اوږدې، سختې او هوډمنې جګړې پایله ده. د خلکو د ارادې او ملاتړ پایله نه ده. نوموړي په خپله مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ستونزو د زیاتېدو لامل له ط البانو سره د خلکو د ملاتړ نشتوالی دی.
د هغه په وينا، “دوی (ط البان) د خلکو ملاتړ نه لري او له همدې امله اوس له يو لړ ستونزو سره مخ دي.”
په همدې حال کې د افغانستان خلک له بې ساري بې وزلۍ او بېکارۍ سره مخ دي او ط البانو تر اوسه د دغه ناورین د مخنیوي لپاره کوم پلان نه دی وړاندې کړی.
په افغانستان کې بحرانونه په بې وزلۍ او بېکارۍ سره پای ته نه رسېږي او په بېلابېلو ابعادو کې یې پر خلکو فشارونه اچولي دي.
اقتصادي کړکېچ، د روغتیايي بنسټونو فلج کېدل، د ناروغیو خپرېدل، امنیتي بحران او په پلازمېنه او ولایتونو کې د ناامنیو ډېرېدل.
تعلیمي بحران تعلیمي ادارې د استادانو او محصلینو د هڅونې له کمښت سره مخ دي.
اړوند موضوعات:
پنټاګون: هند افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدلو اندېښمن کړی دی
د یادونې ده چې یوازې کابل پوهنتون په بېلابېلو څانګو ۲۰۰ استادان لۀ هېواد څخه وتلي دي. نجونې له یوه کال راهیسې له زده کړو بې برخې دي او ط البان لا هم په دې برخه کې هوکړې ته نه دي رسېدلي.






