د بلوچستان د فوځي چورلکي راپریوتو څخه پس د پي ټي آیی کارکوونکو ډیر یو ناوړه کار پیل کړو: راجه ریاض

0
98

باغی ټي وي رپورټ
په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډر راجه رياض وايي د هيلي کاپټر په پيښه کې د پوځي افسرانو او عسکرو د شهادت وروستو د پي ټي ائي کارکنانو په سوشل ميډيا ډير ناوړه کار پیل کړل، هغه اوویل چې عمران خان به خامخا هغو کسانو ته مبارکي ورکړي چې د فوځ په ضد ی دا ناوړه ګامونه اوچت کړل.

په فيصل اباد کې دخبرو په مهال راجه رياض وويل عمران خان دوه مخونه لري يو مخ يې اسلامي ټچ دى او بل مخ يې په ملک کې ګډوډۍ خورول او ځوانان ګمراه کول دي.
راجه ریاض وویل چې له یوې خوا عمران خان امریکا مرده باد وایی او له بلې خوا د امریکا سفیر ته سور قالین په زمکه اچوی او موټرې ترې اخلي.
هغه اوویل چې اکبر ایس بابر له باید د ګونډ مشرانه ورکړي او عمران خان باید د اسراییلو او هند څخه د مالي مرستو اخستلو په خاطر استعفی ورکړي.

ده ووئيل زه دا وايم چې د رانا ثناءالله په ضد د نشه ی توکو مقدمه د عمران خان په خوښه جوړه شوې ده، عمران خان به په 13 اګست اسلام آباد كښې د پنجاب او خېبرپښتونخوا سرکاري ملازمین راغونډوي، هغه اوویل چې زه حكومت ته د دې ګډوډې په اړه خبردارې وركوم چې دوی اسلام آباد کښې د ګډوډۍ جوړولو پلان لري.
نور خبرونه

د بلوچستان چورلکې په ضد کمپاین، حکومت کمیټي جوړه کړې، آیی ایس آیی،ایف آیی اې او آیی بي افسر ددې منفي کمپاین په اړ پلټنې کوي

آسیا پرمختیایی بانک د پاکستان ریلوې په اړه مهم بیان جاري کړي، زیات انجنونه ی بې کاره اعلان کړي دي

Leave a reply