شاه محمود قریشي وضاحت کړې چې خپلې لور مهر بانو ته ی د پي ټي آیی ټکټ ولې ورکړې دې

0
125

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف نائب چیرمین شاه محمود قریشي د این اے 157 ضمني انتخاباتو کښې خپلې لور ته د پارټۍ ټکټ ورکولو وضاحت کړی دی.

شاه محمود قریشي د خپل زوی زین قریشي لخوا خالي کړې شوې قومي اسمبلۍ سیټ باندې د خپلې لور د کاندید په توګه راوستلو فیصله کړې او د پي ټي آئي په ټکټ یې د نامزدګۍ کاغذونه هم جمع کړي دي.
ده ووئيل چې د عمران خان په اجازت ی د خپلې لور د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړي دي.

په دې اړه وضاحت كولو سره شاه محمود قرېشي اوويل چې د پارټۍ په مفاد كښې ی خپلې لور ته ټېكټ وركړو۔ده ووئيل چې مهر بانو د عمران خان بيان او نظریه وړاندې وړلو لپاره په ټاکنو کښې برخه اخلي.
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې د تحریک انصاف مشر شاه محمود قریشي د خپل زوی زین قریشي له خوا خالي کړې شوې قومي اسمبلۍ څوکۍ د خپلې لور لپاره د انتخاباتو د ترسره کولو پرېکړه کړې ده.

هغه خپله لور مهر بانو قريشي د ملتان حلقې اين اے 157 نه کانديد کړې ده.شاه محمود قريشي وايي د عمران خان په اجازه به د خپلې لور د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي.

په دې اړه مهر بانو قریشي وايي، چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د تحریک انصاف د سوشل میډیا ټیم سره کار کوي، پلار یې د روایت خلاف د عمران خان د وینا ژوندي ساتلو لپاره هغه غوره کړې ده.
نور خبرونه اوګورې

د بلوچستان د فوځي چورلکي راپریوتو څخه پس د پي ټي آیی کارکوونکو ډیر یو ناوړه کار پیل کړو: راجه ریاض

Leave a reply