آسیا پرمختیایی بانک د پاکستان ریلوې په اړه مهم بیان جاري کړي، زیات انجنونه ی بې کاره اعلان کړي دي

0
62

باغی ټي وي رپورټ
د اسیا پراختیايي بانک (ADB) د پاکستان د ریلوې ۲۳٪ لوکوموټیو او ۲۴٪ واګونونو حالت خراب اعلان کړ.

د اسیا پرمختیايي بانک په راپور کې د پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو د رېل پټلۍ د ښه کولو وړاندیزونه شوي دي.

په راپور کې په پاکستان کې د ریل ګاډو د ۲۳ فیصده لوکوموټیو او ۲۴ فیصده واګونونو حالت خراب بلل شوی دی.

د اسیا پراختیايي بانک وايي، د پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د اورګاډي سکتور له مالي ستونزو سره مخ دی، په سیمه کې د ریل پټلۍ د ښه والي لپاره د اجارې یا خصوصي سکتور شراکت ته اړتیا ده.

د اسیا پراختیايي بانک وايي، د پاکستان په ګډون نورو هېوادونو ته پکار ده چې د اورګاډي په سیستم کې د کارکوونکو کارکردګي ښه کړي، په سیمه کې د رېل پټلۍ لپاره د عصري تجارتي حساب ورکونې سیسټم معرفي کولو ته ډیره اړتیا ده.

نور خبرونه

په دې کښې هیڅ کوم شک نشته چې عمران خان یو بهرنۍ ایجنټ دې: وفاقی وزیر، رانا ثناالله

لفټننټ جنرال فیض حمید کور کمانډر بهاولپور ټاکل شوې، دې نه وړاندې فیض د پیښور کورکمانډر په څوکۍ ټاکل شوې وو

Leave a reply