حکمتیار ویلي چې امریکا لا هم پۀ افغانستان کې خپله جګړه پای ته نده رسولی
حکمتیار ویلي چې امریکا لا هم پۀ افغانستان کې خپله جګړه پای ته نده رسولی
امریکا دې تړون ته هیڅ التزام او درناوی نه لري. حکمتیار ویلي، د ظواهري وژلو سره نه القاعده له منځه ځي، نه امریکا خپلې موخې ته رسیږي لکه څنګه چې د اسامه په وژلو یې خپلې موخې ترلاسه نه کړې.
(2022 / 8 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سپوږمۍ راډیو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار لۀ قوله لیکلي چې نوموړي په کابل کې د القاعدې د مشر ای.م.ن ال.ظ.واه.ري وژلو ته په اشارې سره وایي چې امریکا لا هم په افغانستان کې فعاله نظامي حضور لري او خپله جګړه یې پای ته نه ده رسولې.
دوی زیاته کړې چې تر اوسه امریکا د الظواهري د وژلو کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی. د هغه په وینا هغه همدا بریدونه دي چې ترهګري یې زېږولې او ترهګرې ډلې یې رامنځته کړې دي، چې دوی ورته دا نوم کاروي.
حکمتیار وايي، د یوولسم د سپټمبر په څېر پېښې د همدا ډول بریدونو له امله رامنځته شوې دي. ده زیاته کړې، د دوحې تړون هسې یوه وکه وه، دا د سولې تړون نه و.
امریکا دې تړون ته هیڅ التزام او درناوی نه لري. حکمتیار ویلي، د ظواهري وژلو سره نه القاعده له منځه ځي، نه امریکا خپلې موخې ته رسیږي لکه څنګه چې د اسامه په وژلو یې خپلې موخې ترلاسه نه کړې.