آلمان ویلي چې یوه کال کې تر ۱۷ زره ډېر افغانان را لېږدول شوي دي

0
177

آلمان ویلي چې یوه کال کې تر ۱۷ زره ډېر افغانان را لېږدول شوي دي

د الماني رسنیو د راپورونو له مخې له هغه وروسته چې افغانستان ته نوی حکومت راغی نو زرګونه کسان چې له الماني حکومت سره یې کار کړی و، له افغانستان ایستل شوي او په المان کې مېشت شوي دي.

 

(2022 / 8 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په تېر یوه کال کې زرګونه افغانان آلمان ته لېږدول شوي دي.

د الماني رسنیو د راپورونو له مخې له هغه وروسته چې افغانستان ته نوی حکومت راغی نو زرګونه کسان چې له الماني حکومت سره یې کار کړی و، له افغانستان ایستل شوي او په المان کې مېشت شوي دي.

په دې کې ټولټال شاوخوا ۱۷۵۰۰ کسان دي چې په دې موده کې له افغانستان ایستل شوي دي. آلمان وایي چې دوی د شاوخوا ۵ زره نورو کسانو د ایستلو او ځای پر ځای کولو پلان هم لري.

دا هغه کسان دي چې د الماني اداراتو په پروژو کې یې کار کړی دی او یا یې له الماني پوځ سره په بېلو برخو کې همکاري کړې ده.

Leave a reply