عربي اماراتو لس افغان بندیان لۀ بنده خوشې کړې دي

عربي اماراتو لس افغان بندیان لۀ بنده خوشې کړې دي
نوموړی وايي تېره میاشت کله چې ملا عبدالغني برادر د متحده عربي اماراتو د ولسمشر د مړینې له امله د هغه د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره ابو ظبۍ ته تللی و، نو د دغه هېواد له مسوولینو سره یې د افغان بندیانو پرخوشي کولو خبرې کړې وې.
(2022 / 8 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا سرپرست حکومت وايي چې د متحده عربي اماراتو حکومت لس تنه افغان بندیان خوشې کړي دي.
د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برارد سکرتر عبدالله عزام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد افغانان له ازادېدو وروسته نن کابل ته راولېږدول شول. هغه زیاته کړې چې په نږدې راتلونکي کې به هلته نور بندي افغانان هم خوشې شي.
نوموړی وايي تېره میاشت کله چې ملا عبدالغني برادر د متحده عربي اماراتو د ولسمشر د مړینې له امله د هغه د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره ابو ظبۍ ته تللی و، نو د دغه هېواد له مسوولینو سره یې د افغان بندیانو پرخوشي کولو خبرې کړې وې.
عزام وايي چې د اماراتو حکومت د افغان بندیانو له خوشي کولو سره موافقه کړې ده.






