د ژغورنې نړۍوالې کمېټې ویلي چې لا هم ۹۷ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي 

0
187

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې ویلي چې لا هم ۹۷ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي 

د ناروې د کډوالو شورا چارواکو ويلي وو چې وروستيو اورښتونو او سېلابونو کليوالي سيمو کې خلک سخت زيانمن کړي او د عوايدو ډيرې سرچينې يې له منځه وړې دي چې له کبله يې ښايي د فقر کچه هم لوړه شي.

 

(2022 / 8 / 5    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ژغورنې نړيوالې کمېټې ويلي چې د روان کال په دويمه نيمايي کې به د ۹۷ سلنه افغانانو ژوند د فقر تر کچې ټيټ شي.

دې کمېټې ويلي چې سياستونو د عادي افغانانو ځور ډير کړی او همدا اوس ۴۳ سلنه افغانان د ورځې پر يو ځل خوړو ګوزاره کوي.

د ژغورنې نړيوالې کمېټې دغه راز د خوراکي توکو د بيو لوړېدل هم افغانستان کې د فقر د کچې د پراخېدو دليل بللی او ويلي يې دي چې دا اوس اکثره افغانان خپل ۹۰ سلنه عايد پر خوړو لګوي.

د ژغورنې د نړيوالې کمېټې تر دې خبرداري وړاندې د ناروې د کډوالو شورا هم خبرداری ورکړی و چې ښايي افغانستان کې د کډوالۍ او بې وزلۍ يوه نوې څپه پيل شي.

د ناروې د کډوالو شورا چارواکو ويلي وو چې وروستيو اورښتونو او سېلابونو کليوالي سيمو کې خلک سخت زيانمن کړي او د عوايدو ډيرې سرچينې يې له منځه وړې دي چې له کبله يې ښايي د فقر کچه هم لوړه شي.

Leave a reply