قطر او امریکا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

قطر او امریکا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
دا لیدنه په افغانستان کې د امریکا تر هوایي برید وروسته شوې ده او تر دې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له افغان او امریکايي لوري د دوحې هوکړې د عملي کولو غوښتنه هم کړې ده.
(2022 / 8 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
قطر او امریکا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د کامبوج ناستې په څنډه کې سره لیدلي دي او د ګڼو دوه اړخیزو مسایلو تر څنګ یې د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي خو وایي چې دواړو لورو د ایران د اټومي پروګرام او افغانستان په اړه مهمې خبرې لرلې دي.
دا لیدنه په افغانستان کې د امریکا تر هوایي برید وروسته شوې ده او تر دې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له افغان او امریکايي لوري د دوحې هوکړې د عملي کولو غوښتنه هم کړې ده.






