ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړه یو ځل بیا سختې اندېښنې ښودلي

ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړه یو ځل بیا سختې اندېښنې ښودلي
ملګرو ملتونو ویلي چې اقلیمي بدلون به نړۍ له سختې وچکالۍ، اور لګېدنې او حتا له منځه تللو سره مخ کړي، دوی ویلي که نړۍ ژر لاس پکار نشي او د مضرو ګازو تولید مخه ونه نیسي او یو ګډې هوکړې ته ونه رسېږي ژر ده چې د اقلیمي بدلون له امله نړۍ له منځه لاړه شي.
(2021/ 9 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
ملګرو ملتونو ویلي چې اقلیمي بدلون به نړۍ له سختې وچکالۍ، اور لګېدنې او حتا له منځه تللو سره مخ کړي، دوی ویلي که نړۍ ژر لاس پکار نشي او د مضرو ګازو تولید مخه ونه نیسي او یو ګډې هوکړې ته ونه رسېږي ژر ده چې د اقلیمي بدلون له امله نړۍ له منځه لاړه شي.
ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په غونډه کې ویلی چې ګازو تولیدوونکي هېوادونه باید د ګازو تولید ګم کړي، دوی ویلي اقلیمي بدلون ورځ تر بلې د ګرمېدو او وچېدو پر لور روان دی. دوی همدارنګه ویلی چې د نړۍ چاپېریال ساتنې اداره باید د اقلیمي بدلون په اړه کوټلي ګامونه واخلي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په یوه داسې واحده طرحه کار وکړي چې د اقلیمي بدلون لپاره اغېزناک تمام شي.
تر دې وړاندې د ناساه ادارې ویلي ؤ چې ممکن ډېر ژر د ډېرو ګرمېدو له امله انفجار وکړي او ژوند ستونزمن شي، ځکه خو یې هڅې پیل کړي چې سپوږمکۍ کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي.






