سعودي عربستان هند سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

0
87

سعودي عربستان هند سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شیخ فیصل بن فرهان په درې ورځني سفر هند ته تللی، نوموړی به هلته له یو شمېر هندي چارواکو سره وګوري او د نوور خبرو تر څنګ به د افغانستان په اړه ورسره خبرې وکړي.

 

(2021/ 9 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شیخ فیصل بن فرهان په درې ورځني سفر هند ته تللی، نوموړی به هلته له یو شمېر هندي چارواکو سره وګوري او د نوور خبرو تر څنګ به د افغانستان په اړه ورسره خبرې وکړي.

ښاغلی فیصل به هند کې له خپل هندي سیال شنکر او د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وګوري، د هندي رسنیو په حواله چې د دې لیدنو یو برخه د افغانستان په اړه خبرو ته ځانکړې شوې ده.

وروسته تر هغه چې افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېدۀ هند د افغانستان په اړه بېلابېل تشویشونه لري؛ که څه هم طالبانو څو ځلي خبر ورکړ چې افغان خاوره به د هېڅ ګاونډي او نړۍ په زیان استعمال نشي؛ خو لا هم هند باوري ندی.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان په اړه د سیمې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي ؤ.

Leave a reply