د ایران ولسمشر: ټوله سیمه باید د افغانستان په ثبات کې همکاري وکړي

0
76

د ایران ولسمشر: ټوله سیمه باید د افغانستان په ثبات کې همکاري وکړي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په خپل ګاونډي هېواد کې د ترهګرو ډلو فعالیت نه شي تحمل کولی او په خبره یې افغانستان مهم موقعیت لري او دلته د بې ثباتۍ رامنځ ته کېدل ټوله سیمه بې ثباته کولی شي…

 

(2021 / 9 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

ایران وایي په افغانستان کې باید ترهګرې ډلې ځاله و نه کړي او که داسې وشي نو د سیمې ټول هېوادونه به له خطر سره مخ شي. د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په خپل ګاونډي هېواد کې د ترهګرو ډلو فعالیت نه شي تحمل کولی او په خبره یې افغانستان مهم موقعیت لري او دلته د بې ثباتۍ رامنځ ته کېدل ټوله سیمه بې ثباته کولی شي. رییسي دغه راز ټینګار کړی چې د سیمې ټول هېوادونه دې د افغانستان په سوله او ثبات کې همکاري وکړي. ایران داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د امریکا د سږ کال د راپور پر بنسټ ایران د نړۍ په کچه د ترهګرو ډلو تر ټولو ستر ملاتړی دی چې هر کال یو میلیارد ډالر په دې چاره لګوي. سرچینې ویلي وو چې د ایران تر ملاتړ لاندې وسله والې ډلې په ټوله سیمه کې په جګړو او ترهګریزو فعالیتونو بوختې دي.

Leave a reply