ګارډین: امریکایي؛ او بریتانوي سرتېرو موسی کلا کې بدې خاطرې پرېښې

0
207

ګارډین: امریکایي؛ او بریتانوي سرتېرو موسی کلا کې بدې خاطرې پرېښې

دا راپور چې د ګارډین یوې خبریالې د خپلو سترګو لیدلي حال او هلته له خلکو سره تر مشورو ورسته چمتو کړی دی وایي، د هلمند د موسی کلا په کلیوالي سیمو کې امریکایي او بریتانوي سرتېرو هیڅ ښه خاطره نه ده پرېښې.

 

2021 / 9 / 18  نېټه باغي ټلویزیړن)
ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې خلک د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خوښ دي. دا راپور چې د ګارډین یوې خبریالې د خپلو سترګو لیدلي حال او هلته له خلکو سره تر مشورو ورسته چمتو کړی دی وایي، د هلمند د موسی کلا په کلیوالي سیمو کې امریکایي او بریتانوي سرتېرو هیڅ ښه خاطره نه ده پرېښې. دا وایي چې هلته خلکو ورته د بهرنیو ځواکونو د وحشتونو کیسې کړې دي او ورته ویلي یې دي چې دوی یوه ورځ هم په ارامه خوب نه دی کړی. نوموړې زیاتوي، کله چې یې له خلکو پوښتلي چې ولې اوس خوشحاله دي نو هغوی ځواب ورکړی دی چې اوس چاپې نشته، د الوتکو غږ نه اوري او په خوشالي یوه مړۍ ډوډۍ ور رسېږي. نوموړې وایي، چې د افغانستان پر اویا سلنه خاوره همدا حال و، خو کله چې بهرني ځواکونه وتلي دي، د یادې شوې کچې خاورې اوسېدونکي د ارامۍ احساس کوي، په داسې حال کې چې هلته نه ښوونځی شته، نه برېښنا او نه د ژوند ډېری نورې لومړنۍ اسانتیاوې خو بیا هم خلک خوښ دي، خوښي یې ځکه ده چې له شاوخوا شل کلونو وروسته یې لومړنی حق چې ژوند کول دي، تر لاسه کړی دی.

Leave a reply