ا.ا ویلي چې ایران سره د اوبو پر مسئله تېرې هوکړې ته پۀ کتلو عمل کېږي 

0
164

ا.ا ویلي چې ایران سره د اوبو پر مسئله تېرې هوکړې ته پۀ کتلو عمل کېږي 

ایران په وروستیو کې په ځلونو له افغان حکومت غوښتي چې د دوی د اوبو حق ورکړي خو افغان حکومت وایي چې ایران اوږده کلونه له افغان اوبو استفاده کړې ده او اوس هم هڅه کوي له وچکالۍ سره سره لا ډېرې اوبه ترلاسه کړي.

(2022 / 8 / 1   نېټه باغي ټلویون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وایي له ایران سره د اوبو په هکله د تېرو هوکړو پر بنسټ عمل کوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي په هلمند سیند د ایران د اوبو حق د ۱۳۵۱ کال د هوکړې پر بنسټ ۲۲ متره مکعبه به په ثانیه کې دی چې افغان لوري په تېرو وختونو کې هم څلور متره مکعبه اوبه د ګاونډيتوب په درناوي اضافه دغه هېواد ته ورکړې دي.

د یاد وزارت په خبره خو دا چې وچکالي ده او افغانستان پخپله د اوبو له کمښت سره مخ دی نو نه شي کولی چې د ایران حقابه پوره کړي.

اړوند موضوعات: 

 د اوبو مدیریت؛ ایران غواړي افغانستان سره د اوبو مسئلې د حل پۀ موخه خبرې پیل کړي 

Leave a reply