د اوبو مدیریت؛ ایران غواړي افغانستان سره د اوبو مسئلې د حل پۀ موخه خبرې پیل کړي 

0
167

د اوبو مدیریت؛ ایران غواړي افغانستان سره د اوبو مسئلې د حل پۀ موخه خبرې پیل کړي 

ایران تل هڅه کړې چې په وړیا توګه د افغانستان له زرګونه متره مکعبه اوبو استفاده وکړي او په افغان خاوره کې د بندونو او کانالونو د جوړېدو مخنیوی وکړي.

 

(2021 / 12 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران غواړي له افغانستان سره د اوبو پر مسئله خبرې وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې افغانستان د ایران حقه اوبه ورپرېږدي خو دغه هېواد بیا هم غواړي د اوبو پر سر خبرې او مذاکرات ولري.

سرچینه وایي چې په راتلونکو اونیو کې ښایي د ایران او افغانستان استازي د اوبو په اړه خبرې او مذاکرات ولري.

بلخوا ایران هم وایي چې دوی له افغانستان سره ډېر ژر د اوبو پر سر بحثونه پيلوي.

سره له دې چې افغانستان د شوي تړون له مخې ایران ته خپله حقابه ورکوي، خو ښايي دغه هېواد د لا ډېرو اوبو غوښتنه وکړي.

ایران تل هڅه کړې چې په وړیا توګه د افغانستان له زرګونه متره مکعبه اوبو استفاده وکړي او په افغان خاوره کې د بندونو او کانالونو د جوړېدو مخنیوی وکړي.

Leave a reply