د لنډیکوتل د کراټې لوبغاړو د سروزرو مډال وګټلو
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر تحصیل لنډي کوتل د مارشل آرټس سینئیر کوچ او لوبغاړي نثار شینواري تر څارنې لاندې د پروفیشنل مارشل آرټ اکاډمۍ سدیس په 45 کیلو ګرامه سیالیو کې لومړی او عبیدالله په 55 کیلو ګرامه د کراټې سیالیو کې اولنی پوزیشن ترلاسه کړو او د آل خیبر پختونخوا فل کنټک کراټې چیمپئین جوړ او اعلان شول.
د یادونې ده چې د کراټې دغه سیالۍ چيمپيئن شپ د پيښورپه قيوم سپورټس کمپليکس کښي ترسره شو چي پکښي د صوبې د زياتو ضلعو نه لوبغاړو برخه واخسته.