امریکا پر هغو شرکتونو بندیزونه لګوي چې د ایراني تېلو په لېږد کې لاس لري

0
148

امریکا پر هغو شرکتونو بندیزونه لګوي چې د ایراني تېلو په لېږد کې لاس لري

د امریکايي رسنۍ والستریت ژورنال د راپور پر بنسټ امریکا د هغو نړیوالو شرکتونو څارنه پيل کړې چې شک کېږي د ایران تېل د نورو هېوادونو د تېلو په نامه صادروي.

 

(2022 / 8 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا پر هغو شرکتونو بندیزونه لګوي چې د ایراني تېلو په لېږد کې لاس لري. د امریکايي رسنۍ والستریت ژورنال د راپور پر بنسټ امریکا د هغو نړیوالو شرکتونو څارنه پيل کړې چې شک کېږي د ایران تېل د نورو هېوادونو د تېلو په نامه صادروي.

په دې کې یو عراقي شرکت هم شامل دی چې د ایران تېل یې د عراق په نامه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پر نورو هېوادونو پلورلي.

امریکايي رسنۍ وایي چې ښایي په دې مسئله کې په نړیواله کچه د تېلو د لېږد ګڼې شبکې تر محدودیتونو لاندې راشي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایران تازه ویلي، د تېر کال په پرتله یې د تېلو عایداتو کې پنځوس سلنه ډېروالی راغلی دی او دا لړۍ لا په ښه کېدو ده.

Leave a reply