د کابل – کندهار په لويه لاره ټرافيکي پېښه؛ څلور تنه مړه شوي
د کابل – کندهار لويې لارې په اوږدو کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې دغه پېښه نن سهار د زابل ولايت اړوند (نورک) سيمه کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو پر بنسټ، ټرافيکي پېښه د يو سراچه ډوله موټر او ټېلر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پايله کې يې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کارپوهانو په وينا، د معياري سرکونو نشتون او د موټرچلوونکو له لوري د ټرافيکي قوانينو نه مراعتول هغه لاملونه دي چې له امله يې مرګوني ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي.