په برازيل او هسپانيا کې د بیزو چيچک ناروغۍ له امله دوه کسان مړه شوي

0
101

په برازيل او هسپانیې کې د بیزو چيچک ناروغۍ له امله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هسپانیې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې يو تن د همدې وژونکي ويروس له امله په والنيسا سيمه کې مړ شوی دی.

په ورته وخت کې برازيلي چارواکو هم ويلي چې يو ۴۱ کلن سړی د همدې ناروغۍ له مړ شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان يوه اونۍ وړاندې د دې وژونکې ناروغۍ له امله نړيوال بېړنی حالت اعلان کړ.

د راپورونو له مخې تر دې دمه د بيزو چيچک ناروغۍ له امله ۷ تنه مړه شوي دي.

لنډیکوتل بازارکې سپي درې مزدوران چیچلي دي

د بیزو چیچک یو ډول ویروسي ناروغي ده چې له وحشي شخوند وهونکو او تي لرونکو ژويو څخه پیدا او کله نا کله انسانانو ته هم سرایت کوي.

دغه ناروغي تر ډېره د افریقا په لویدیځ کې د انسانو ترمنځ پیدا او هلته په یوې ځایي ناروغۍ اوښتې ده.

د بیزو چیچک د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۸ کال کې وپېژندل شو.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ کال کې یو ۹ کلن ماشوم د کانګو هېواد کې پر دې ناروغۍ اخته شو.

Leave a reply