د روغتیا نړۍوال سازمان د بیزو تڼاکو پۀ اړه بېړنی حالت اعلان کړی

0
185

د روغتیا نړۍوال سازمان د بیزو تڼاکو پۀ اړه بېړنی حالت اعلان کړی

د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تدروس ادهانوم په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې د بېزو تڼاکې ناروغۍ اوسنۍ پراختیا د اندېښنې وړ ده چې له همدې امله یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

 

(2022 / 7 / 24   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روغتیا نړیوالې ادارې د بېزو تڼاکو په اړه اضطراري وضعیت اعلان کړ.

د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تدروس ادهانوم په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې د بېزو تڼاکې ناروغۍ اوسنۍ پراختیا د اندېښنې وړ ده چې له همدې امله یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د ده په خبره دمګړی په شاوخوا ۷۵ هېوادونو کې ۱۶ زره کسان د بېزو په تڼاکو اخته شوي چې له دې ډلې یې پنځه کسه وژلي هم دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې پر هېوادونو غږ وکړ چې ددغه ساري ناروغۍ په اړه خپل تدابیر ډېر کړي او د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره اغېزناک ګامونه اوچت کړي.

Leave a reply