د امریکا د استازو مجلس غړو په دې هېواد کې په نیمه اتوماتیک ټوپک بندیز منظور کړ

0
175

سره له دې چې د استازو په مجلس کې ټولو جمهوریت غوښتونکو د دې لایحې پر ضد رایې ورکړې او هغه یې د ټاکنو د کال لپاره د دموکراتانو تګلاره وبلله خو بیا هم دا لایحه د ۲۱۷ مثبتو او ۲۱۳ منفي رایو په اخیستو سره منظوره شوه خو ښایي د سنا په مجلس کې به یې منظوري ودریږي ځکه چې هلته جمهوري غوښتونکي او دموکراتان پنځوس – پنځوس څوکۍ لري.

(2022 / 7 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د استازو مجلس غړو په دې هېواد کې په نیمه اتوماتیک ټوپک بندیز منظور کړ. د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي په دې بندیز د رایه ګیرۍ غوښتنه کوله او ټینګار یې کاوه چې پخوا هم په دې وسلو بندیز لګیدلی و.

سره له دې چې د استازو په مجلس کې ټولو جمهوریت غوښتونکو د دې لایحې پر ضد رایې ورکړې او هغه یې د ټاکنو د کال لپاره د دموکراتانو تګلاره وبلله خو بیا هم دا لایحه د ۲۱۷ مثبتو او ۲۱۳ منفي رایو په اخیستو سره منظوره شوه خو ښایي د سنا په مجلس کې به یې منظوري ودریږي ځکه چې هلته جمهوري غوښتونکي او دموکراتان پنځوس – پنځوس څوکۍ لري.

د کانګرس د استازو مجلس کې دا لایحه په داسې حال منظوروي چې په امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالي په هکله د خلکو تر منځ اندېښنې ډیرې شوي دي.

Leave a reply