سبطین خان د پنجاب اسمبلۍ سپیکر وټاکل شو

باغی ټي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند سبطین خان د پنجاب اسمبلۍ سپیکر وټاکل شو.
د پینل آف چیرمین وسیم بادوزي د سبطین خان کامیابي اعلان کړه. د پینل آف چیرمین وینا ده چی د تحریک انصاف سبطین خان به د ایوان نوی سرپرست وی.
د پايلو له مخې د سپيکر د انتخاب لپاره ټولټال ۳۶۴ ووټونه اچول شوي وو چې پکې سبطين خان ۱۸۵ ووټونو سره د پنجاب اسمبلۍ سپيکر وټاکل شو او د مسلم ليګ ن اميدوار سيف الملوک کھوکھر ۱۷۵ ووټونه ترلاسه کړل. ۴ رایې رد شوې.
د مسلم لیګ (ن) او متحدینو ګوندونو نوماند سیف الملوک سبطین خان ته د بریا مبارکي ورکړه.
د تحريک انصاف غړو په ايوان کښې د سبطين خان د بریا په ملاتړ کښې نعرې اووهلې.
ورپسی سبطین خان د پنجاب اسمبلۍ سپیکر په حیث حلف پورته کړو، د پینل آف چیئرمېن وسیم خان بادوزئی هغه ته حلف ورکړو.
له دې وړاندې د اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې د سپيکر ټاکنه د پټې رايې اچونې له لارې شوې وه او له همدې امله په ټاکنو کې د موبايل په اخيستو بنديز لګول شوى و.
د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ وينا ده چي په پريس ګالري کښي هم د ټيلي فون وړلو اجازت نشته۔






