روس د تایوان په اړه د چین مهمې پریکړې ملاتړ کړې دې

Photo Credit: VOA
باغی ټي وي رپورټ
روسیې د تایوان مسئلې په اړه د چین د (یو چین تګلارې) سره د خپل ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړې دې.
د رسنی د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، د چين د يو چين تګلارې په اړه د روسيې دريځ نه دی بدل شوی، مونږ د چين د يو چين د تګلارې ملاتړ کوو.
هغه په تاشکند کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې موږ د چين د حاکميت د اصولو په ساتلو کې کومه ستونزه نه لرو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د چین ولسمشر د امریکا ولسمشر ته د تایوان په مسئله کې د لاسوهنې خبرداری ورکړ.
دا خبره مهمه او د يادونې ده چې چين تايوان د خپلې خاورې يوه برخه ګڼي، په داسې حال کې چې تايوان ځان يو جلا هېواد ګڼي او په دې مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ له اوږدې مودې راهيسې لانجه روانه ده.





