مسلم لیګ ن ګوند د پی ټي آیی د بهرنۍ مرستو قضې د زر پریکړه کولو غوښتنه کړې ده

0
191

باغی ټي وي رپورټ
مسلم ليګ (ن) د اليکشن کميشن چارواکو سره ليده کاته کړي او د پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ کيس په اړه د زر پریکړه کولو غوښتنه کړې ده.

اسلام آباد کښې د الېکشن کمېشن نه بهر ميډيا سره خبرو کښې شاهد خاقان عباسي اوويل چې د کوم بهرني کس يا کمپنۍ نه فنډ اخستل غيرقانوني دي، زمونږ د ملک قانون هيڅ سياسي ګوند ته د کومې بهرنۍ ډلې نه د پيسو اخستو اجازت نه ورکوي۔
فايننشل ټايمز پرون وويل، د بهرنۍ بوديجې زياته اندازه هېواد ته نه ده راغلې، دا اوس هم له هېواده بهر په اکاونټونو کې ده، مونږ نن د ټاکنو له کمېشن څخه غوښتنه کړې چې خلق پوه شي چې عمران خان له چا څخه پيسې اخلي. لکه څنګه چې د برطانیه یو سازمان ویلي چې عارف نقوي په لندن کې د کرکټ لوبه ترسره کړې، عارف نقوي ویلي چې د دې لوبې څخه ترلاسه شوي ملیاردونه روپۍ به خیرات کې مصرف شي، مګر د عارف نقوي شرکت څخه 55 کروړه پیسې د پی ټي آی اکاونټونو ته لیږل شوي.

شاهد خاقان وویل چې د عمران خان ګوند له امریکايي کمپنیو پیسې اخیستې او پي ټي ايي د ټاکنو کمېسیون ته هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی، دوی د کالیفورنیا او ټیکساس له کمپنیو د پیسو په اخیستلو غیر جانبداره پرېکړې نه شي کولی.

Leave a reply