پاکستان کښې سیلاب ځپلو سره د پاک فوځ مرستې دوام لري

0
66

باغی ټي وي رپورټ
په ټول هیواد کې د بارانونو له امله د سیلابونو او ویجاړیو وروسته د پاکستان د پوځ د مرستو عملیات دوام لري او په بیلا بیلو سیمو کښې د پاکسان فوځ ځوانان ګمارل شوي او اولس سره هره ممکنه مرسته کوي.

د آئي ايس پي آر ترمخه د اوتل د څلور کليو نه ٢٣٠٠ کسان خوندي ځايونو ته منتقل کړے شوي او متاثره خلقو ته د سرپناه او پخه خوراکي مواد ورکړے شوي دي۔
د آئي ايس پي آر ترمخه د کوئټې او کراچۍ سره نښلوونکې اين 25 لويه لار د ترافیک لپاره پرانستل شوې ده، دغه لويه لاره د پل نړيدو له وجې په 4 مختلفو ځايونو د ترافيک لپاره بنده شوې وه.
د آئي اېس پي آر له مخې د پي ټي اې په مرسته د بلوچستان په زياتره سيمو كښې مواصلاتي لارې بحال كړې شوې دي٬ د پوځ د واټرنګ ټيمونو د ګوادر سيمه تصفيه كړې٬ په آغور كښې بند ساحلي لويه لار د ټرافيكو لپاره پرانستل شوې ده۔

د آئي ايس پي آر ترمخه د ايف ډبليو او قراقرم هائي وے او جگلوټ سکردو روډ د سيلابي ريلي له وجي پرانستلي شوي دي ولي د ګذر ضلع کښي مواصلاتي نظام پري شوي ولي په ګذر سيمه کښي مواصلاتي نظام بحال کړے شوے دے۔ خواړه او درمل ورکول کیږي.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د لټ ډيم د ډکيدو له وجي د ايم نائن لويه لاره په بيلا بيلو ځايونو کښي ډوب شوي ده او د فوځ د مرستو ټيمونه د سړک پاکولو لپاره درنې مشينري سره کار کوي۔

Leave a reply