حمزه شهباز اعلان کړې د پنجاب اسمبلۍ د سپیکر ټاکنې په عدالت کښې چیلنج کوي

0
105

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ (ن) مشر حمزه شهباز شریف د پنجاب اسمبلۍ د نن ورځې د سپیکر انتخابات په عدالت کې چیلنج کولو اعلان کړی دی.

حمزه شهباز پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې د پنجاب اسمبلۍ د ټاکنو په مهال په بيلټ پيپرونو کې سيريل نمبرونه ليکل شوي وؤ ترڅو معلومه شي چې ووټونه چا ته اچول شوي دي.
ده ووئيل د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ټاكنې به سبا په عدالت كښې چیلنج كولې شي۔

ياده دي وي چي نن د پنجاب اسمبلئ سپيکر انتخاباتو کښي د پاکستان تحريک انصاف سبطين خان د مسلم ليګ ن اميدوار سيف الملوک کھوکھر ته ماتي ورکړي او د پنجاب اسمبلئ سپيکر منتخب شوے دے۔
د پینل آف چیرمین وسیم بادوزي د سبطین خان کامیابي اعلان کړه. د پینل آف چیرمین وینا ده چی د تحریک انصاف سبطین خان به د ایوان نوی سرپرست وی.

د پايلو له مخې د سپيکر د انتخاب لپاره ټولټال ۳۶۴ ووټونه اچول شوي وو چې پکې سبطين خان ۱۸۵ ووټونو سره د پنجاب اسمبلۍ سپيکر وټاکل شو او د مسلم ليګ ن اميدوار سيف الملوک کھوکھر ۱۷۵ ووټونه ترلاسه کړل. ۴ رایې رد شوې.

Leave a reply