پي ټي ایی لپاره د خیرات پیسو لیږل، فواد چوهدري ورته غبرګون ښودلې

0
169

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي ائي مشر فواد چوهدري د برطانيې د فايننشل ټايمز په رپورټ غبرګون ښودلی دی.

په ټوېټر خپل يو بيان کښې فواد چوهدري وئيلي دي چې د (ن) ليګ او پيپلز پارټۍ فنډنګ څوک کوي او دا راز ولې نه په ډاګه کيږي؟

پخواني وزیر غوښتنه وکړه چې د بهرنیو مرستو په قضیه کې دې د درې واړو ګوندونو د فنډ پرېکړه په ګډه وشي.

فواد چوهدري وئيلي دي چې پي ټي آئي د څلويښتو زرو نه زياتو ډونرز تفصيلات اليکشن کميشن ته ورکړي دي او د بهر نه پاکستانيان پاکستان تحريک انصاف ته فنډ ورکوي او د فنډنګ قانون مقصد ووټرانو ته خبر ورکول دي چې کوم سياسي پارټي ته فنډنګ کوي۔
دا خبره د یادونې ده چې د برطانیه یوې رسنې د راپور مطابق پی ټی ایی ګوند د د برطانیه یوه شرکت څخه په ملیونه ډالر د خیرات پیسې لیول شوي دي، عمران خان هم ددې خیرات پیسو تصدیق کړې ولې دا ی نه دي ویلي چې ددې پیسو سرچینه کومه ده او څنګه ترلاسه شوي دي.

Leave a reply